IQNA

مکې ته په بیرته ستنیدا کې حاجیانو ته د امام صادق(ع)سپارښتنې

15:19 - June 20, 2024
د خبر لمبر: 3489410
ایکنا – حضرت امام جعفر صادق علیه السلام مکې ته په بیرته ستنیدا کې حاجیانو ته سپارښتنه کوي؛ کله غواړئ د خدای له کوره ګیرچآپيره طواف او زیارت وکړئ، نو باید نیّت وکړئ چې خدایه! زه یوازې ددغې دروازې اودیوال  طواف نه کوم؛ زه ددغه کور په مالک پسې یم::

ایکنانیوز راپور راکوي،د مصباح الشریعه نومې کتاب له سلو سپرکو څخه دوویشت سپرکي د حج او د خدای د کور د زیاتر د آدابو په باب دي. حضرت امام جعفر صادق(ع) په دې باب کې د حج معنوی او عرفاني اداب بیان کړي دي. دې ته په پام سره چې حاجیان په منا ټاټوبي کې  خپل عملونه پاي ته ورسوي، نو نو بیا مکې مکرمې  ته ځي ، په دې  باب مکې ته د حاجیانو د بیرته ستنیدا د رازونو په باب  ددغه سپرکي ځیني برخې راسپړو.

په دغې برخې کې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  د حدیث په یوې برخې کې ر اغلي دي؛

 ؛وَ ادْخُلْ فِی أَمَانِ اللَّهِ تَعَالَى وَ کَنَفِهِ وَ سَتْرِهِ وَ حِفْظِهِ وَ کِلَائِهِ مِنْ مُتَابَعَهِ مُرَادِکَ بِدُخُولِ الْحَرَمِ»؛  اوس چې غواړئ ددغو عملونو له ترسره کیدا وروسته مکې ته بیرته وګرځئ او دالهي حرم او د خداي کور ته وارد شئ ، نو نیّت وکړئ چې  دغه ټاټوبی د الهي امن ټاټوبی دی ؛ پر دې اساس  زه باید پخپله  په الهي امن  کې وارد شم. زه  غواړم ،پخپله  په خداوندي حفظ ، ستر او ملاتړ کې وارد شم ، کله دخداي کور داخل ته پښه کیږدئ ،نو داسې نیّت وکړئ؛ وَ زُرِ الْبَیْتَ مُتَحَفِّفاً لِتَعْظِیمِ صَاحِبِهِ وَ مَعْرِفَتِهِ وَ جَلَالِهِ وَ سُلْطَانِهِ»؛   کله دخدای د کور طواف  او زیارت کوئ،نو باید نیّت وکړئ ،چې خدایه ! زه ددغه در او دیوال  طواف نه کوم؛ زه ددغه کوټې په مالک پسې یم؛ زه غواړم ،  خداي په جلالت او سلطنت سره وپيژندم .  دا په نظر کې ولرئ.

؛ وَ اسْتَلِمِ الْحَجَرَ رِضًى بِقِسْمَتِهِ وَ خُضُوعاً لِعَظَمَتِهِ»؛ کله دتاسو لپاره زمینه برابره شي، چې په حجر الاسود لاس ووهئ ،نو ووایئ! ائ زما ربهّ!  په هغه څه چې د ما لپاره په قضا او قدرت کې د تقدیر کړي دي یا دې زما په قسمت کې رزق او روزي  کړې ده،راضي یم؛ائ زما لویه خدایه ! ستا دعظمت په وړاندې خاضع او خوار او سرټيټی یم:::

؛وَ دَعْ مَا سِوَاهُ بِطَوَافِ الْوَدَاعِ»؛   ترټولو وروستی د خدای په آمانۍ ترټولو وروستی طواف یو مستحب طواف دی چې حاجی صیب ئې  کوي. د خدای په آمانۍ د طواف په وخت کې باید له  غیر خدای سره وداع وکړئ .  په وداع کې د تاسو نیّت داوي چې خدیه ! زه دغه طواف له تاسره کوم؛ یعني ما له تا  پرته  بل چا سره اړیکه غوڅه کړې ده او زما په زړه کې به یوازې ته وې.::

«وَ صَفِّ رُوحَکَ وَ سِرَّکَ لِلِقَاءِ اللَّهِ تَعَالَى یَوْمَ تَلْقَاهُ بِوُقُوفِکَ عَلَى الصَّفَا»؛ کله  دخدا د کور له طوافه فارغ شئ  او غواړئ، په صفا او مروه کې سعي  یا منډه ووهئ، نو خپله پښه چې پر صفا غرۀ باندې دې کیښودله،نو نظر دې پکار ده یو معرفتي او معنوي نظر وي؛یعني ووایه !ائ خدایه ! زه صفا غرۀ ته راغلی یم څو په خپل باطن، روح او سر سره  له تاسره کتنه وکړم. خداوندا! ائ پروردګاره! ما  ددغه شان لوي کار لپاره  ځان تیار کړی دی..::

؛وَ کُنْ ذَا مُرُوَّهٍ مِنَ اللَّهِ بِفِنَاءِ أَوْصَافِکَ عِنْدَ الْمَرْوَهِ»؛  هغه مهال  چې  د مروه غرۀروان شئ ، خپله پښه چې  غرۀ باندې کیږدئ ،باید مروه ،یعني مهربان ووسئ او ځان  له ځوانمردئ  او مهربانۍ سره فاني کړئ . له خپل مزاج څخه ځان خلاص کړئ دا سړیتوب او میړانتیا ده.

 ؛وَ اسْتَقِمْ عَلَى شُرُوطِ حَجِّکَ وَ وَفَاءِ عَهْدِکَ الَّذِی عَاهَدْتَ بِهِ مَعَ رَبِّکَ وَ أَوْجَبْتَهُ إِلَی یَوْمَ الْقِیَامَهِ»؛د عملونو له ختمیدا وروسته ووایه ؛ ائ خدایه ! ما دغه شان حج په هغو ادابو او شرائطو سره  چې ووئيل شول ترسره کړ. کله غواړئ  دخپل وطن په لور وګرځئ، نو ووائۍ؛ ائ خدایه !ما په دغې لارې کې تل پاټې مقاومت او هغه بیعت او عهد ته وفادره کړه چې  له تا سره مو کړې ده ،نو ترقیامته پورې به په ټینګ دریږم.::    

؛وَ اعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ یَفْتَرِضِ الْحَجَّ وَ لَمْ یَخُصَّهُ مِنْ جَمِیعِ الطَّاعَاتِ إلّا بِالْإِضَافَهِ إِلَى نَفْسِهِ»؛  ائ هغه انسانه  چې  د خدای د ور نیّت دې کړی دی،پوهه شه ، په هغو ټولو عبادتونو او فرضونو کې چې خداي پر مسلمانانو واجب کړي دي،د حج  فریضې ته ئې له ځان سره نسبت ورکړی دی؛ او په قرآن کریم کې فرمائي؛ ؛وَ لِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطاعَ إِلَیْهِ سَبِیلًا»؛ په دغه آیت کې د الله کلمه،یعني دغه حج باید دخداي لپاره ترسره شي. دا چې (الله ) فرمائي ؛ یعني په حقیقت کې حج د خداي کور ته له ځان سره نسبت ورکړی دی. نو هغه باید  په حج کې يپدا کړوو.هماغه شان چې  په قرآن کریم کې راغلي دي، باید  دمونږ حج یو عرفاني او الهي حج وي. هیله مند  یوو چې  دهغو رازونو له بیانولو څخه چې  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  فرمائیلي دي، یو بشپړ  او حقیقي  او د معرفتئ اغیزې لرونکی حج ترسره کړو؛؛ اې لویه خدایه ! اې پروردګاره !مونږ په  دغه شان  حج او  په دغه شان آدابو  سره په حج کولو کې بریالي کړه ::: الهي یاآمین::

https://iqna.ir/fa/news/4222060

captcha